راشد: اسلامي امارت ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو د زمينې برابرولو مسووليت لري

راشد: اسلامي امارت ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو د زمينې برابرولو مسووليت لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ زابل ته د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې که ځوانان د ټولنې لپاره کار وکړي ټولنه او نظام به پیاوړی وي.

ورته مهال د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل، چې ځوانان زیاته انرژي لري او باید خپلو خلکو او ټولنې ته کار وکړي، ترڅو ځان او ټولنه د نورو له احتیاج څخه خلاصه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ځوانان باید د خپل شته اسلامي نظام ساتنه وکړي، ځکه موجود نظام د ولس څخه جوړ دی او دغه نظام به د ځوانانو په ملاتړ را پورته کېږي.

هغه وویل، چې اسلامي امارت مسوولیت لري، څو ځوانانو ته د دینی او عصري زده کړو زمینه برابره کړي، خو په بدل کې یې د ځوانانو څخه غوښتل کېږي، چې ټولنې ته د کار کولو ترڅنګ د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

وروسته د ځوانانو او د ځوانانو چارو د معین قاري محمد یونس راشد تر منځ آزاد بحث او مناظره پیل شوه، چې په ترڅ کې یې ځوانانو خپل سوالونه، غوښتنې نظریات شریک کړل او د ځوانان چارو معین یې د حل ژمنه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د خبريالانو فدراسيون: د غيابي سزا صادرول د اسلامي او نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x