د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له سیمې هېوادونو څخه راستنېدونکي ماشومان د افغانستان په پولو کې د پولیو واکسین تر لاسه کوي. دا اقدام د پولیو د نړیوال لهمنځه وړلو نوښت سره په همکارۍ او د عامه روغتیا د خوندي کولو په هدف عملي کېږي.
د دې سازمان په وینا، حیاتي واکسینونه نه یوازې په پولو کې تطبیقېږي، بلکې لېرې پرتو سیمو ته هم لېږدول کېږي او زیانمنو ماشومانو او ښځو ته تطبیقېږي. د دې سازمان لهخوا په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ (د جدی اتمه) خپره سوې، راغلي چې له دسمبر ۲۰۲۳ راهیسې، په ټول افغانستان کې زرګونه ښځې او ماشومان د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي.
په همدې حال کې، د «پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ هم ټینګار کړی چې ټول مسافر، پرته له دې چې عمر یې څو وي، باید هېواد ته د ننوتلو پر مهال واکسین سي، تر څو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه، د ویروس د احتمالي لېږد مخه ونیول سي.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت سوې دي او د دې ناروغۍ د بیا خپرېدو اندېښنې زیاتې سوې دي. نړیوالې روغتیایي ادارې د کورنیو بنسټونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د یو نوې روغتیایي کړکېچ د رامنځته کېدو مخه ونیسي.



