د معمار خبري آژانس د راپور پر له مخې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان د زیاتېدونکو اندېښنو په غبرګون کې ویلي چې د (TTP) غړو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي هېواد ـ په ځانګړي ډول پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې چې افغانستان د سیمې په ځانګړي ډول د ګاونډیانو سره ښې اړیکې د خپلې بهرنۍ تګلارې مهم اصل ګڼي او هڅه کوي چې امنیتي او سرحدي همکارۍ وساتي. هغه زیاته کړه: «د افغانستان د خاورې کارول د نورو هېوادونو پر ضد، د اسلامي امارت د سیاست خلاف دي.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ غړو ته پناه ورکوي او هغوی د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان ضد بریدونو لپاره ګټه اخلي.
طالبان دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي چې د هر هېواد داخلي امنیت ساتل د هماغه هېواد خپله دنده ده. په ورته وخت کې، د طالبانو ویاند د امریکا بېپیلوټه الوتکو پروازونه په افغانستان کې «د حاکمیت نقض» او «د نړیوالو اصولو خلاف» بللي دي. مجاهد خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولی سي د افغانستان او متحده ایالاتو پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي. د مجاهد دا څرګندونې په داسې مرحله کې کېږي چې د افغانستان سیمهیز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان او امریکا سره په اړیکو کې، له نويو او پېچلو امنیتي او سیاسي چیلنجونو سره مخ دی.



