د CAVA ۲۰۲۵ جام کې د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډلې ماتې د مالدیف پر وړاندې | پایلې او د سیالیو مهالوېش

د افغانستان د ښځو د والیبال ملی لوبډلې د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال د CAVA ۲۰۲۵ جام په سیالیو کې، چې په مالدیف کې ترسره کېږي، په خپله دوهمه لوبه کې د کوربه هېواد مالدیف پر وړاندې په ۳–۰ ماتې وخوړه. افغان لوبغاړو لومړی، دوهم او درېیم ستونه په ترتیب سره د ۲۰–۲۵، ۱۳–۲۵ او ۱۲–۲۵ په پایلو وبایلل.
د CAVA ۲۰۲۵ جام کې د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډلې ماتې د مالدیف پر وړاندې | پایلې او د سیالیو مهالوېش

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د CAVA ۲۰۲۵ ښځو سیالیو (د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال سیالۍ) په دوام کې، چې کوربتوب یې مالدیف کوي، په خپله دوهمه لوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووتله او په قاطع ډول یې ۰–۳ ماتې وخوړه.

د سټونو د امتیازونو جزیات په لاندې ډول دي:

لومړی ست: ۲۰–۲۵
دوهم ست: ۱۳–۲۵
درېیم ست: ۱۲–۲۵

دا د افغانستان د لوبډلې دوهمه پرله‌پسې ماتې وه، ځکه چې دې لوبډلې په پرانیستونکې لوبه کې هم د قرغیزستان پر وړاندې په ورته پایله ۰–۳ ماتې خوړلې وه.

د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال سیالۍ ۲۰۲۵ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۰مه (۲۹ قوس ۱۴۰۴) د څلورو لوبډلو؛ افغانستان، مالدیف (کوربه)، بنګله‌دېش او قرغیزستان، په ګډون پیل سوې او تر ۲۵ ډسمبر ۲۰۲۵ (۴ جدی ۱۴۰۴) پورې به دوام ولري.

ګروپي پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه:

افغانستان – بنګله‌دېش | ۱ جدی ۱۴۰۴ (۱۶:۲۰)

د سیالیو د مهالوېش له مخې، د جدی په درېیمه ورځ به د ګروپ لومړۍ او څلورمه لوبډله یو د بل او همدارنګه دوهمه او درېیمه لوبډله یو د بل پر وړاندې ولوبېږي، څو بریالۍ لوبډلې پایلوبې (فاینل) ته لار ومومي. د مقام ټاکنې لوبه او پایلوبه به د جدی په څلورمه ورځ ترسره سي.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو او د لوبې د کچې د لوړولو په موخه په دې ټورنمنټ کې ګډون کړی، او مینه‌وال د راتلونکو لوبو په ترڅ کې د لا ښه لوبې هیله لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x