د 2024 فوټسال نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته د افغانستان د ملي لوبډلې تاریخي پرمختګ

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10551
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10551
کې خپور شو 10:18 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په یوه تاریخي او په زړه پورې سیالۍ کې د اسیا د درېیمې لوبډلې په توګه بریالۍ شوه چې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره کوالیفای شي. د افغانستان د فوټسال لپاره دا ستره بریا وروسته له هغه ترلاسه شوه چې د پاناما ملي لوبډلې په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې د تاجکستان لوبډلې ته د ۸-۳ په توپیر ماتې ورکړه. په دې بریا سره پاناما په ګروپ کې د دریمې درجې د مخکښو ټیمونو په توګه د اتلولۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه او په نتیجه کې یې افغانستان ته په ګروپ کې د دریم ټیم په توګه د مخکې کیدو لاره هواره شوه. د افغانستان د فوټسال لوبډلې د انګولا پر وړاندې له ګټلو او د ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې له ماتې وروسته په خپل ګروپ کې درېیم مقام خپل کړ او د پاناما له بریا وروسته د دریمې لوبډلې په توګه د فوټبال نړیوال جام د ناک آوټ پړاو ته ورسېد.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
team-meli-under-17-age-afg-
د افغانستان ځواکمن زمریان د آسیا د فوټسال سیالیو بل پړاو ته ووته
photo_2025-10-23_19-07-46
فیاض احمد ابراهیمی د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې د برونز مډال وګټه
فیاض احمد ابراهیمی، د افغانستان د رزمي ورزشونو لوبغاړی، د بحرین په کوربتوب د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې وتوانېد چې د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د برونز مډال خپل کړي.
Image_20251020_214116_191-2048x1365
روح‌الله نظری د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د آسیايي لوبو د برونز مډال ترلاسه کړ
روح‌الله نظری، د افغانستان کورشکار، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو آسیايي لوبو کې چې په بحرین کې ترسره سوې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.
football-3
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته ولاړه
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو په دریم پړاو آسیایی لوبو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه. دا لوبډله په «A» ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سره یو ځای سیالۍ کوي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.