د ۴ میلیونه کډوالو له ستنیدو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران زیاتوالی

الجزیرې راپور ورکړی چې د څلور میلیونه کډوالو بېرته راتګ د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت فشارونه زیات کړي دي.
د ۴ میلیونه کډوالو له ستنیدو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران زیاتوالی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، الجزیرې راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ د سپتمبر څخه تر اوسه پورې د څلور میلیونه زیاتو افغان کډوالو بېرته ستنېدو د افغانستان بشري او اقتصادي بحران لا پسې ژور کړی دی. یوازې د روان میلادي کال په اوږدو کې نږدې یو نیم میلیون کسان هېواد ته ستانه سوي دي.

دغه بېرته ستنېدنې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او د کار پر بازار نوي فشارونه وارد کړي دي.
الجزیرې زیاته کړې چې دې بدلونونو د افغانستان اقتصادي وضعیت لا زیات له ستونزو سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې، نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د بېرته ستنېدونکو کسانو د زیاتوالي له امله به د بیکارۍ کچه لوړه سي، او اټکل کېږي تر ۲۰۳۰ کال پورې به یو میلیون نور ځوانان هم د کار بازار ته داخل سي. دغه بانک ټینګار کړی که په زده‌کړو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پراخې پانګونې ونسي، ډېری ځوانان به یو ځل بیا مهاجرت کولو ته اړ سي.

همدارنګه، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې یوازې د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۵۰ زره تنه د کورني بې‌ځایه کېدو، اقلیمي بحرانونو او سرحدي مهاجرتونو له امله بې‌ځایه سوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي که دا لړۍ همداسې روانه وي، د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې به لا پسې زیاتې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه