د ۲۲ دلو انقلاب؛ د عدالت او ځان باورۍ پر لور لاره

انقلابونه د ملتونو په تاریخ کې مهم پړاوونه دي چې نه یوازې سیاسي نظامونه بدلوي، بلکي د خلکو هویت، ارزښتونه او د ټولنو د پرمختګ لاره هم بیا تعریفوي. د ایران اسلامي انقلاب د خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو له مخې، له پیل څخه یوازې د حکومت بدلون نه و، بلکې یوه فرهنګي، ټولنیز او عدالت غوښتونکې خوځښت و چې د خلکو د ژورې غوښتنې له مخې د استقلال، دینی هویت او ټولنیز عدالت لپاره رامنځته سو.
د ۲۲ دلو انقلاب؛ د عدالت او ځان باورۍ پر لور لاره

انقلابونه د ملتونو په تاریخ کې مهم پړاوونه دي چې نه یوازې سیاسي نظامونه بدلوي، بلکي د خلکو هویت، ارزښتونه او د ټولنو د پرمختګ لاره هم بیا تعریفوي. د ایران اسلامي انقلاب د خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو له مخې، له پیل څخه یوازې د حکومت بدلون نه و، بلکې یوه فرهنګي، ټولنیز او عدالت غوښتونکې خوځښت و چې د خلکو د ژورې غوښتنې له مخې د استقلال، دینی هویت او ټولنیز عدالت لپاره رامنځته سو.

لیکوال: ز. نظری

د ۲۲ دلو ۱۳۵۷ څخه ۴۷ کاله وروسته، د ایران اسلامي انقلاب لا هم د یوه څو اړخیزه سیاسي، ټولنیز او فرهنګي پيښې په توګه د ملي، سیمه ییز او نړیوالو جوړښتونو په اړه ژور اغېز پریښی دی.

انقلابونه د ملتونو په تاریخ کې مهم پړاوونه دي چې نه یوازې سیاسي نظامونه بدلوي، بلکي د خلکو هویت، ارزښتونه او د ټولنو د پرمختګ لاره هم بیا تعریفوي. د ایران اسلامي انقلاب د خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو له مخې، له پیل څخه یوازې د حکومت بدلون نه و، بلکې یوه فرهنګي، ټولنیز او عدالت غوښتونکې خوځښت و چې د خلکو د ژورې غوښتنې له مخې د استقلال، دینی هویت او ټولنیز عدالت لپاره رامنځته سو. دا مطلب، د دې لارې د لاسته راوړنو او ننګونو د شننې په توګه، د دې تاریخي پېښې بېلابېل اړخونه څېړي.

د ایران د اسلامي انقلاب له مهمو او تل پاتې لاسته راوړنو څخه یو دا و چې د څو لسیزو د بهرني سلطې له امله د تکیې او سپکاوي احساس وروسته، د ایران ملت ته د اعتماد بنفس او ځان باورۍ حس بیرته راوګرځاوه. دغه انقلاب څرګنده کړه چې یو ملت کولای سي خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلي او د نړیوالو لویو قدرتونو پر وړاندې ودریږي. دا ځان باورۍ په علمي، ټکنالوژیکي، دفاعي او فرهنګي څانګو کې وروسته له انقلابه په ښکاره ډول څرګنده سوې ده. هسته‌یي، فضایي، بیولوژیکي ټکنالوژي او دفاعي پرمختګونه، چې سره له سختو بندیزونو ترلاسه سوي، د دې ملي ارادې څرګند ثبوتونه دي .

د عدالت غوښتنه د انقلاب له بنسټیزو شعارونو څخه وه چې په نوو جوړښتونو کې یې ځای وموند. د مسکن بنسټ، د کمیټې امداد، جهاد سازندګي او د مستضعفانو بنسټ په څېر بنسټونه د دې منظمې هڅې څرګندونه کوي چې د ټولنیزو طبقو ترمنځ واټن کم او سرچینې په عادلانه ډول وویشي. د یارانه تګلارو ، محرومو ته وړیا یا ټیټ لګښتي صحي او تعلیمي خدمتونه، او کلیو او لیرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه د دې جوړښتي عدالت د غوښتنې څرګندې بیلګې دي.

د انقلاب مخکې په ایران کې ډېرې کلیوالي او محرومې سیمې د تر ټولو ابتدایي ژوند له اسانتیاوو بې برخې وې. د انقلاب وروسته، د بریښنا شبکه نږدې ټولو کلیو ته وغځېده، خلګ له پاکو اوبو برخمن سول ، پراخه سړکونه جوړ سول، روغتیایي مرکزونو وده وکړه، او ښوونځي او پوهنتونونه په لېرې پرتو سیمو کې جوړ سول چې د هېواد څېرې یي بدله کړه . په محرومو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مرکزونو جوړول د ټیټ عاید لرونکو طبقو لپاره د زده‌کړې فرصت برابر کړ او د تعلیمي نابرابرۍ په کمولو کې یې مهم رول ولوباوه .

سره له دې چې د ایران انقلاب پر بومي ارزښتونو او خپلواکۍ ټینګار درلود، د ځینو بهرنيو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو چلند، ډېر ځله د بشري حقونو او ملي حاکمیت د اصولو سره په ټکر کې و . هغه یو اړخیز بندیزونه چې په نړیواله کچه پر خلکو لګول سوي، په مستقیم ډول د عادي خلکو ژوند اغېزمن کړی او د درملو، خوړو او اړینو ټکنالوژیو لاسرسی یی محدود کړی دی. دغه کړنې چې د نړیوالو قوانینو او بشر حقونو څخه ښکاره سرغړونې دي، نه یوازې شخړې زیاتې کړې، بلکې د ایران د پرمختګ او عدالت غوښتنې لارې ته هم ستونزې پیدا کړي دي. نړیواله ټولنه باید د بندیزونو او فشار پر ځای، خبرو او متقابل احترام ته مخه کړي.

د ایران اسلامي انقلاب د سیمې ملتونو لپاره ګډ پیغام درلود: د بهرني تسلط پر وړاندې مقاومت ممکن دی، پر فرهنګي او دینی هویت تکیه کول ممکن دي، او د عادلانه نظم جوړولو هڅه ممکنه ده. دا پیغام په داسې وخت کې چې ډېری هېوادونه د تابعیت یا زورواکي حکومتونو لاندې و(بدبختانه دا تابعیت لا هم پاتې دی) ، د خلکو د خوځښتونو لپاره الهام سو. د ایران تجربې وښودله چې د لویو قدرتونو پر وړاندې کولای سو ودریږو او د خپلواکه پرمختګ لاره وڅارو .

ایراني او افغان وګړي نه یوازې لرغوني تاریخي، ژبني، فرهنګي او دینی اړیکې لري، بلکه د بهرنیو لاسوهنو، تاوتریخوالي او بې ثباتۍ ګډ دردونه هم لري. د ایران اسلامي انقلاب تجربه د افغانستان د وګړو لپاره د استعمار پر وړاندې مبارزې او د استقلال لپاره د هڅو په برخه کې الهام بښونکې ده. دواړه ملتونه د سولې، ثبات او عدالت هیله لري، او دا ګډوالي کولای سي د ګډو ګټو لپاره د همکارۍ بنسټ سي.


د ایران اسلامي انقلاب، لکه یوه ناتمامه پیښه ، لا هم د خپلو لومړنیو آرمانونو د ترلاسه کولو په لور روانه ده. د دې لاسته راوړنې په ملي ځان باورۍ ، د بنسټیزو جوړښتونو په پرمختګ او عدالت غوښتنه کې بې انکاره دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x