د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ نور افغان کډوال شړل شوي دي

د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ نور افغان کډوال شړل شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ د دغه هېواد له پولو څخه ۱۲۰۰ ناقانونه افغان کډوال شړل شوي دي. د دغو راپورونو له مخې له پاکستانه د وتلو ټولټال شمېر ۴۵۵۶۴۵ ته رسېدلی دی. د پاکستان سما ټلویزیون راپور ورکړ چې د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳۱ مه) ۱۱۹۹ کسان د پاکستان له پولو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي چې په دې کې ۳۸۹ نارینه، ۳۲۳ ښځې او ۴۸۷ ماشومان شامل دي. ویل شوي، چې په دغو مهاجرینو کې ۹۲ کورنۍ شاملې دي، چې په ۷۳ موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

بیشتر بخوانید:  ایلان ماسک او د ټویټر نوی لوگو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x