د یوې پیاوړې سیمې د جوړولو لپاره په سیمه ییزې همکارۍ د ایران ټینګار

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا مشر، سید کمال خرازي، د دوشنبې په ورځ (د دلو ۱۵مه) د اذربایجان د ولسمشر له مرستیال حکمت حاجی‌اوف سره په لیدنه کې د یوې پیاوړې سیمې د جوړولو لپاره د سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا مشر د قفقاز هیوادونو د خپلو سیمو د دفاع لپاره د سیاسي بلوغ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په یوه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون د هغه د امنیت معنی نلري. خرازي د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو په مخالفت کې د اذربایجان د دریځ هرکلی هم وکړ. هغه د قفقاز هېوادونو، ایران، روسیې او ترکیې ترمنځ همکاري د سیمه ییز ثبات لپاره اړینه وګڼله.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د کلتور وزارت: اوسمهال په افغانستان کې ۳۶۴ غږیزې او ویډیويي رسنۍ فعالیت کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه