ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، پرون (چهارشنبه، د جدی په ١٠ نیټه ) په ۲۰۲۵ کال کی د سرپرست حکومت د دیپلوماتیکو لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویلي یې دي چې د روسیې لخوا په رسمیت پېژندل او د مرستیالانو او وزیرانو لخوا د ۹۹ بهرنیو سفرونو ترسره کول د کابل د نړیوالو اړیکو د پرمختګ نښې دي.
دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کیږي چې افغانستان د طالبانو د اداري لاندې لا هم په ژوره دیپلوماتیکه انزوا کې دی او د ځمکنۍ واقعیتونو شننه د هغه څه برعکس ښکارندویي کوي چې د دې ډلې چارواکي یې په خپلو خبرو کی وايي.
د طالبانو د څلور کلن حکومت شالید ته کتل ښيي چې پرته له روسیې، هیڅ هېواد دا ډله په رسمیت نه ده پیژندلي . دغه انزوا یوازې د سیاسي پېژندنې پوري نه محدودیږی ؛ بلکې حقوقي او جزایی اړخونه هم لري. د جزا نړیوالی محکمی په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د مشر هبتالله آخوندزاده او د دې ډلې د محکمې رئیس عبدالحکیم حقاني د «د بشریت پر ضد جرم» په تور د نیولو حکم صادر کړ. دغه حقوقي پېښه د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د واټن د ژورتیا یوه مهمه نقطه ګڼل سوي ده.
سربېره پردې، پراخ نړیوال بندیزونه لا هم د دې ډلې پر اوږو بار جوړ کړی دی. د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو په تور لیست کې پاتې دي او استرالیا هم تازه د دې ډلې په څو تنو مشرانو بندیز لګولی دي. دغه بندیزونو نه یوازې د طالبانو پر سیاسي اعتبار اغیز کړی، بلکې په مستقیم ډول د افغانستان د خلکو پر اقتصاد او ورځني ژوند هم اغیز کړی دی.
په ورته وخت کې، د افغانستان رسمي نهحضور په ملګرو ملتونو او نورو معتبره نړیوالو بنسټونو کې، د دې هېواد د وګړو لپاره دننه او له هېواد څخه بهر پراخې ستونزې راولاړې کړي دي.
په داسی حال کې ، د دي ادعا او واقعیت ترمنځ تضاد هغه مهال لا روښانه کېږي چې د دې انزوا اقتصادي او ټولنیزې پایلې وڅېړل سي. د افغانستان اقتصاد د بندیزونو او بهرنیو پانګونو د کموالي له امله سخت زیانمن سوی او په هېواد کې یې ستر بشري کړکېچ رامنځته کړی دی. د خلکو ورځني ژوند دومره اغېزمن سوی چې حالت د زغم له پولې اوښتی دی. دا وضعیت په داسې وخت کی روان دی چې طالبان د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا خبرې کوي.
په داخلي کچه هم د طالبانو یو ګوندي حکومت نهدی توانېدلی چې پراخ ملي اجماع او سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي. د بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو نشتوالی د واک په جوړښت کې د واک ستنې کمزورې کړې دي او له دې ډلې څخه یې داخلي مشروعیت اخیستی دی. د چارو شنونکي باور لري چې پرته له پراخبنسټیزه حکومت او د قومونو او بېلابېلو قشرونو د حقونو له رعایت پرته، د هېڅ ډول دوامداره مشروعیت تصور نه سي کیدای.
په داسې حال کې، د افغانستان د سیاسي بېثباتۍ او نه روڼوالي پایلې له بېلابېلو اړخونو ځان څرګندوي. هغه څه چې د افغانستان ولس ورته اړتیا لري، دا دي چې یو مثبت سیاسي بدلون د ټولګډ حکومت له لارې او د بنسټیزو حقونو د درناوي په چوکاټ کې رامنځته سي. یواځې په همدې فضا کې د طالبانو په دیپلوماټیکو ادعاوو باور کولای سو؛ که نه، دا ادعاوې به یوازې یوه ناکامه هڅه وي تر څو د سیاسي ناکامیو د پټولو لپاره پرده پر واچول سي.



