د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېرې ستونزې لري، سره له دې چې د دې بحران په رامنځته کولو کې ډېر کم رول لري.
یونیسف په خپل راپور کې د وروستیو زلزلې، وچکالۍ او د چاپیریال د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې د اقلیم بدلونونه د ملیونونو افغانانو ژوند ته خطر پېښوي. د راپور له مخې: د هر ۱۰ افغانانو څخه ۸ تنه ککړې او ناپاکه اوبه څښي، ضعیف او خراب سوی روغتیایي سیستم د هغو ناروغیو د خپرېدو زمینه برابره کړې چې د اوبو له لارې انتقالیږي، په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې.
یونیسف ټینګار کړی چې د زیانمنو کورنیو لپاره د سرپناه، پاکو اوبو، ګرمولو وسایلو او بیړنیو روغتیایي خدماتو اړتیا ډېره جدي ده. ماشومان په دې شرایطو کې تر ټولو زیات زیانمن دي. د دې بحران د ځواب لپاره یونیسف نه یوازې بیړنۍ مرستې برابروي، بلکې د افغانستان لپاره د اقلیم د زغم برنامې هم پیل کړي، چې پکښې شامل دي: لوګر او پکتیا ولایتونو کې د لمر په وسیله د اوبو پمپونه نصبول. په جلال آباد کې د ځمکني اوبو د منابعو د بیا تولید سیسټمونه جوړول. په کابل کې د پرمختللې نقشه جوړونې ټیکنالوژۍ کارول د ځمکني اوبو د سرچینو د پېژندلو لپاره.



