د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک په همکارۍ د روان کال په ترڅ کې ۷۰ مرکزونه د ماشومانو د ودې لپاره پرانیستي دي.
د یونیسف په راپور کې چې د دوشنبې ورځ، ۱۹ د عقرب، خپور سوی، ویل سوي چې تر اوسه پورې دې مرکزونو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو ته تعلیمي، روغتیايي او رواني خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې مرکزونو موخه دا ده چې ماشومانو ته په لومړیو کلونو کې د هراړخیزې ودې زمینه برابره کړي.
یونیسف زیاته کړې چې دغه مرکزونه نه یوازې د ماشومانو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د میندو او ماشومانو ترمنځ عاطفي اړیکې هم پیاوړې کوي او د کورنیو رواني او فزیکي روغتیا لوړولو کې مهم رول لري. دغه ګام په داسې حال کې اخیستل سوی چې د افغانستان تعلیمي او روغتیايي سیسټم د وروستیو سیاسي تحولاتو او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.
یونیسف ټینګار کړی چې د ماشومانو د لومړنیو کلونو پر ودې پانګونه د راتلونکي لپاره د یوې سالمې ټولنې د جوړولو مهمه برخه ده.



