د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) اعلان کړی چې دا اداره د اروپا د ټولنې په مالي ملاتړ له هغه پروګرام څخه ملاتړ کوي چې موخه یې په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو روزنه، پرمختګ او پیاوړتیا ده.
یونیسف د یک شنبه ورځ د لړم په ۱۱مه ویلي دي چې یاد پروګرام به دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښوونکو کافي روزنه ترلاسه کړي، درسي موادو ته لاسرسی اسانه سي او د ښوونځیو مدیران د خپلو ټیمونو د سمې رهبري لپاره لازم مهارتونه زده کړي. د دې ادارې د راپور له مخې، تر اوسه له لس زرو څخه ډېرې ښځینه ښوونکې د ښوونکو د روزنې په بېلابېلو مرکزونو کې په ټول افغانستان کې روزل سوې دي.
دغه پروګرام په داسې حال کې پلي کېږي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، ښځینه ښوونکې په سیستماتیک ډول د افغانستان د ښوونې او روزنې له نظامه ایستل سوې دي. یونیسف او یونسکو مخکې خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان د ښوونې نظام له سخت بحران سره مخ دی او باید بېړنۍ اقدامات وسي څو د ښځینه ښوونکو ملاتړ وسي او د ښوونځیو د کیفیت لرونکې زدهکړې بېرته راژوندي سي.







