د یونیسف او اروپایي اتحادیې ملاتړ د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره په افغانستان کې

د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو پروګرام اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د «ECHO-ASIA» مالي ملاتړ په مټ د افغانستان روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي، څو د ماشومانو د خوارځواکۍ د تشخیص او درملنې بهیر ښه مدیریت کړي.
د یونیسف او اروپایي اتحادیې ملاتړ د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره په افغانستان کې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو پروګرام اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د «ECHO-ASIA» مالي ملاتړ په مټ د افغانستان روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي، څو د ماشومانو د خوارځواکۍ د تشخیص او درملنې بهیر ښه مدیریت کړي.

د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو اداره وايي چې یونیسف د «ECHO-ASIA» په مالي ملاتړ د هغو روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي، چې د ماشومانو د تغذیې ستونزې تشخیص او درملنه کوي. په دې پروګرام کې ویل سوي چې روغتیایي کارکوونکي به له مسلکي روزنې وروسته، پر ځای د دې چې ماشومان روغتونونو ته واستوي، په خپلو کورونو کې هغوی ته پاملرنه وکړي، څو د بې‌ځایه بسترۍ او روغتون ته د تګ مخه ونیول سي.

د دې طرحې له مخې، یونیسف د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي روزنې له لارې هڅه کوي چې د خوارځواکۍ پېښې په وخت تشخیص کړي او د «بستر پرته درملنې»له لارې یې معالجه وکړي. یونیسف له دې وړاندې هم د افغانستان په کچه د ماشوم د ودې ۷۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

دغه مرکزونه په ځانګړي ډول په هغو غرنیو او لیرې پرتو سیمو لکه بامیان کې د ماشومانو د تغذیې، روغتیا او ودې د ښه والي په موخه فعاله سوي دي. یاد سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې، مغذي او بیلا بیلو خوړو ته لاسرسی نه لري، او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه اقدامات د نړیوالو بشري هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د خوړو د بحران کمول او د افغان ماشومانو د ژوند، روغتیا او راتلونکې د وضعیت ښه کول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x