د یوناما د سیاسي دفتر مشر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل او د زلزله ځپلو د کورونو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت تېره شپه (د عقرب ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مېرمن رزا اوتنبایوا د غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له امنیت څخه مننه وکړه او د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو د پروژې د پرمختګ په اړه یې معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له هڅو مننه وکړه چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د هېوادونو او مرستندویه بنسټونو د مرستو په همغږي کولو کې یې مرسته کړې ده.

ښاغلي حقاني مېرمن اوتنبایوا ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کاري خوندیتوب، امنیت او نورو اړینو همکاریو ډاډ ورکړ.

بیشتر بخوانید:  طالبانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ستونزې به حل کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x