د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ په تهران کې د افغانستان سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې فضلمحمد حقاني، په ايران کې د طالبانو د سرپرست حکومت سفير، له بوجیدار واسیلف، په تهران کې د ملګرو ملتونو د معاونت د هيئت (يوناما) د اړيکو دفتر له رئيس سره لېدلي او سلا مشورې يې کړي دي.
د دې اعلاميې پر بنسټ، په دې ناسته کې دواړو لورو د ايران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت، د مرستو د وړاندې کولو څرنګوالي او د بېرته ستنېدونکو د تنظيم په اړه خبرې کړي دي.
همدارنګه په دې لېدنه کې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلهځپلو د ستونزو د حل او هغوی ته د مرستو د رسولو د بهير د ښه کېدو پر لارو چارو هم بحث سوی دی.