د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې د هیواد د توغندیو واحد د لود هوايي ډګر، چې په اسراییلو کې د بن ګوریون هوايي ډګر په نوم پیژندل کیږي، د اشغال شوي یافا په سیمه کې د سوپرسونیک بالیستیک توغندی “فلسطین ۲” سره په نښه کړ.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: “د خدای په فضل، دا عملیات په بریالیتوب سره موخې ووهل او د میلیونونو غاصب صهیونیسټانو د پناه ځایونو ته د تیښتې لامل شول او د هوایی ډګر عملیات وځنډول شول.
هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات د مظلومو فلسطینیانو او د هغوی د مقاومت په ملاتړ، په غزه کې د نسل وژنې او لوږې د جرمونو په ځواب کې او د الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.