د یلدا شپه، چې په افغانستان کې ورته «شب چله» هم ویل کېږي، له پخوا راهیسې د خراسان او فارسيژبو سیمو په فرهنګي حافظه کې ځانګړی ځای لري. دا شپه د مني پای او د ژمي د پیل نښه ده، او خلک یې د رڼا پر تیاره او امید پر ناامیدۍ د غلبې سمبول بولي. په افغانستان، ایران او تاجیکستان کې دا شپه د ځانګړو او خوږو دودونو سره لمانځل کېږي او د دې ملتونو تاریخي، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې څرګندوي.
د «یلدا» نوم ریښه په سریاني ژبه کې ده چې مانا یې «زیږون» دی. ابوریحان بیروني دا جشن د «میلاد اکبر» په نوم یاد کړی او هغه یې د «لمر زیږون» په توګه تعبیر کړی دی. په مشهور اثر یې، «آثارالباقیه»، د جدی لومړۍ ورځ د «خور» په نوم یاد سوې ده. همدارنګه، په موزه بریتانیا کې د قانون مسعودي په نسخه کې دا ورځ د «خُره روز» په نوم ثبت سوې، که څه هم ځینې سرچینو «خرم روز» بللی دی.
د «شب چله» یا «شب چله کلان» نوم د ژمي د څلوېښت ورځو ویش څخه اخیستل سوی؛ د ژمي لومړنۍ څلوېښت ورځې «لویه چله» او وروستۍ شل ورځې «کوچنۍ چله» بلل سوې. په زراعتي او باستاني کالونو کې دا ویش د څلوېښت ورځو پر بنسټ جوړ سوی وو.
چله د کال د دوو مشخصو وختونو نښه ده چې هر یو یې فرهنګي او ټولنیز اهمیت لري: یو د اوړي په پیل کې (تیر میاشت) او بل د ژمي په پیل کې (دیماه یا جدی). هره دوره د لوی (۴۰ ورځې) او کوچني (۲۰ ورځې) برخو څخه جوړه وه. د «چله» کلمه له څلوېښت شمېر څخه اخیستل سوې او په اصل کې د یوه ټاکلي وخت د تېرېدو نښه ده، نه لازماً د دقیق څلوېښت ورځو بیان.
د یلدا شپه تاریخي شالید تر پنځه زره کالو مخکې پورې رسېږي او د لرغوني آریایي فرهنګ ریښه لري. په دې شپه خلک د کورنۍ او دوستانو په منځ کې راټولېدل، د تازه او وچو میوو، خوږو او مغز لرونکو موادو میز چمتو کول او د قصهویلو، خبرو او خوشحالۍ سره اوږده شپه تېروي. وروسته شعر ویل او د حافظ فال اخیستل هم د دې شپې دود ته اضافه سول.
په افغانستان کې کابل، غزني، هرات او مزار شریف ښارونو کې د یلدا شپه د رنګین او خوږو شپو یادونه کوي، چې خلک تر سهار پورې ویښ پاتې سوي او د دعا او نیکمرغۍ سره یې رڼا ته هرکلی ویل.
په ایران کې د یلدا شپه د ژمي انقلاب سره برابره ده او خلک د شپې ناستې جوړوي، هندوانه او انار خوري، د حافظ فال اخلي، شاهنامه او قصې اوري او اور لګوي چې د رڼا پر تیاره د غلبې سمبول وي.
په تاجیکستان کې شب چله، چې د ژمي څلوېښت شپې معنی لري، د آریایي فرهنګ برخه ده. که څه هم په وروستیو کلونو کې کمرنګ سوی، خو په تاریخي سیمو لکه سمرقند، بخارا، فرغانه، دوشنبه او لنینآباد کې لا هم ځینې کورنۍ دا دود لمانځي. فولکلور پوهان روشن رحماني او ډاکټر دلشاد رحیمی وایي چې شب چله د لمر زیږون او د رڼا پر تیاره د غلبې نښه ده، او خلک تر سهار پورې ویښ پاتې کیږي ترڅو شر ځواکونه لرې کړي.
په افغانستان، ایران او تاجیکستان کې د یلدا شپه د خوږو دودونو او سمبولیک مراسمو سره ترسره کېږي. خلک په دې شپه د انار، هندوانه، مغز لرونکو موادو او دودیزو خوږو میز چمتو کوي، قصهویلو او شعر ویلو سره خپل فرهنګ او حکمت ژوندی ساتي. د حافظ فال اخیستل او شاهنامه لوستل د فارسيژبو تمدني اسطورو یاد دی، او دا شپه د دوستۍ، امید او ټولنیز نشاط لپاره لمانځل کېږي.
اور بلول او څراغونه روښانه کول د رڼا پر تیاره د غلبې او ټولیز اتحاد سمبول دی، او ماشومانو او واده سویو ښځو ته ډالۍ ورکول د کورنۍ او ټولنیزې اړیکو پیاوړتیا یقیني کوي. دا دود نه یوازې د دې درې ملتونو فرهنګي ښکلاوې ښيي، بلکې د نسلونو ترمنځ همدلي، دوستۍ او خوږې خاطرې رامنځته کوي.
د یلدا شپه ټولنیز او فرهنګي اهمیت هم لري، ځکه کورنۍ او دوستان راټوليږي، د خبرو او یادونو موقع برابره وي، او یوالی او همغږي خپروي. د دې دود ساتل د فرهنګي میراث د خونديتوب او د راتلونکو نسلونو ته د انتقال اهمیت لري. همدارنګه د میلمنو درناوی، د مشرانو عزت او د کوچنیانو پام، د مهربانۍ فضا رامنځته کوي او اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه پیاوړي کوي.
د یلدا شپه د امید او رڼا سمبول دی؛ د رڼا پر تیاره د غلبې او د امید پر ناامیدۍ یادونه، مفهوم چې د افغانستان، ایران او تاجیکستان درې ملتونه سره نښلوي.
د افغانستان، ایران او تاجیکستان سربېره، د یلدا شپه په نورو هېوادونو کې هم د ځانګړو دودونو سره لمانځل کېږي:
• آذربایجان: د عاشیق موسیقۍ، محلي نڅا او وادۀ سویو ته د ډالۍ ورکول.
• پاکستان: د دعا، ژمي غسل، آتشبازي او ځانګړي خوراکونه.
• ختیځ آسیا او جاپان: د وريجو ډوډۍ پخول، نارنج غسل او د منفي انرژیو پاکوالي مراسم.
• روسیه او افریقا: د ډوډۍ، پنیر، څراغونو او دودیزو جامو سره جشن.
دا ډول توپیرونه ښيي چې د رڼا پر تیاره د غلبې او د ژوند د جشن مفهوم نړیوال دی.
د یلدا شپه له یوازې یو باستاني جشن څخه زیات، د افغانستان، ایران او تاجیکستان همژبو او همفرهنګو ملتونو ترمنځ د فرهنګي او تاریخي تړاو سمبول دی. دا شپه نه یوازې د لرغوني میراث یادونه کوي، بلکې د کورنیو او ټولنې ترمنځ د مینې، دوستۍ او مهربانۍ فرصت برابروي. د دې دود ساتل د اخلاقي، ټولنیزو او بشري ارزښتونو خونديتوب یقیني کوي او د فرهنګ د راتلونکو نسلونو ته د انتقال په برخه کې مهم رول لري.
په کابل، تهران، دوشنبه او سمرقند کې، د یلدا شپه تل د امید، رڼا او ژوند یادونه کوي؛ یوه شپه چې تیاره ننګوي او د رنګینو مېوو، میزونو، قصو او شعرونو سره د انسان زړه ګرموي. د دې خوږ دود ساتل د فارسيژبو ملتونو د کلتور او هویت لپاره د روښانه راتلونکې ضمانت دی.