د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ګاردین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په امریکا کې افغان پناهغوښتونکي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د طالبانو سره د جګړې پر مهال له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې، اوس د نیولو او له هیواد څخه د ایستلو له خطر سره مخ دي.
یادې ورځپاڼې د سهشنبې په ورځ، د جدي په ۲مه، له علي نومي یوه افغان پیلوټ سره مرکه کړې او لیکلي یې دي چې نوموړی، د امریکا سره د همکارۍ پر مهال یې ستر خطرونه منلي، اوس له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
علي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د کابل له سقوط سره هممهاله، یو نظامي الوتکه د «پیلاتوس پي سي–۱۲» له ډول څخه، د دې لپاره چې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي، ازبکستان ته لیږدولی وه ، له هغو سلګونو پیلوټانو څخه دی چې هماغه ورځ یې د افغانستان خاوره پرېښوده.
ګاردین لیکلي، علي او د هغه نور ملګري په پیل کې يي د متحدینو په توګه ګرم هرکلی وسو، خو د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د سختو مهاجرتي پالیسیو له امله، اوس یې د اقامت راتلونکی نامعلوم حالت سره مخ دی.
په راپور کې زیاته سوې چې ډېر افغان پناهغوښتونکي د پناهغوښتنې دوسیو د اوږده بهیر، د نیولو یا ایستلو له ګواښونو اندېښمن دي او له امریکایي حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره یې د قانوني وضعیت د تثبیت لپاره اقدام وکړي.



