د کړکېچ د کمولو لپاره د اسلام‌اباد او طالبانو د محتاطانه سلا مشورو پیل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې اسلام‌اباد او طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره محتاطانه سلا مشورې پیل کړې دي.
د کړکېچ د کمولو لپاره د اسلام‌اباد او طالبانو د محتاطانه سلا مشورو پیل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د کړکیچونو له زیاتېدو وروسته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دواړو لورو د اختلافونو د کمولو او د پخوانیو شخړو د هواري لپاره نوې خو محتاطانه هڅې پیل کړې دي؛ هغه اختلافونه چې ډېره برخه یې د (TTP) له فعالیتونو سره تړاو لري.

په پاکستان کې د باخبرو سرچینو په وینا، د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ په دیپلوماتیکه او امنیتي کچه سلا مشورې روانې دي. د دغو خبرو اصلي تمرکز د افغانستان په خاوره کې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د جنګیالیو د حضور او فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې بلل سوې دي؛ هغه موضوع چې په وروستیو کلونو کې یې د دواړو لورو اړیکې څو ځله له کړکېچ سره مخ کړې دي.

په وروستیو اوونیو کې پاکستاني چارواکو یو ځل بیا طالبان تورن کړي وو چې د TTP غړو ته یې پناه ورکړې ده. طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې له افغانستانه به د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستلو اجازه ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که څه هم دا خبرې اترې لا تراوسه په رسمي او علني بڼه نه دي پیل سوې، خو د دا ډول تماسونو پیل کېدای سي د دواړو ګاونډیو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لومړنی ګام وي. خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د متقابل باور نشتوالی، سیاسي پېچلتیاوې او د افراطې ډلو نفوذ کولای سي دا بهیر ډېر سخت او ماتیدونکې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x