د کډوالو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساتنی وضعیت بحراني دی.

د کډوالو نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د خوندیتوب روان کړکېچ په اړه جدي خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې ښځې، ماشومان، ځوانان او بې‌برخې ټولنیزې ډلې تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.
د کډوالو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساتنی وضعیت بحراني دی.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د خوندیتوب روان کړکېچ په اړه جدي خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې ښځې، ماشومان، ځوانان او بې‌برخې ټولنیزې ډلې تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان چې د ملګرو ملتونو پورې اړه لري، د سې شنبې په ورځ، د جدی په ٩ نیټه اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۱۳۲ زره زیات کسان د دې سازمان له ساتنیزو خدماتو برخمن سوي دي. ددی په څنګ کي ۶۴ زره ۸۷۷ تنو نقدي او غیرنقدي مرستې ترلاسه کړي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په وینا، د خدماتو ترلاسه کوونکو په منځ کې ۷۳ زره ۱۷۹ کسان په پولو او راستنېدونکو سیمو کې د ځانګړو ملاتړونو او امکاناتو برخمن سوي دي. همدارنګه، ۸ زره ۱۰۱ ښځې او انجونې ځانګړو ښځینه خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په هېواد کې د خوندیتوب خدماتو اړتیا ډېره لوړه ده او افغانستان کی زیان‌منو کسانو ته رسیدګي د دې سازمان له لومړیتوبونو څخه ده.

د کډوالو نړیوال سازمان تېره ورځ هم په افغانستان کې د ۹ زره ۵۹۹ دندو ایجاد یا ساتنې خبر ورکړی چې لویه برخه یې ښځو ته ځانګړې سوې ده.

د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو د زیاتوالي او پر ښځو د شدیدو محدودیتونو په رڼا کې، په افغانستان کې د خوندیتوب او ساتنې خدماتو اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x