د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې محمد عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مشر سره لیدنه کړې ده.
په دې غونډه کې دواړو لورو د راستنېدونکو لپاره د اړینو مرستو د برابرولو او د هغوی د اداري چارو د اسانتیا په اړه خبرې وکړې. عرفات جمال د کډوالو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې تېر میلادي کال شاوخوا ۲.۲ میلیونه راستنېدونکو ته لازمې مرستې رسول سوې دي.
هغه همدارنګه د روان کال لپاره د کډوالو اړتیاوې او لومړیتوبونه تشریح کړل او ټینګار یې وکړ چې راتلونکي پروګرامونه به د همدې اړتیاوو پر بنسټ برابر سي.
محمد عبدالکبیر هم د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو او ملاتړ ستاینه وکړه او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د دولتي ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.



