د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کوسوو موقت حکومت اعلان کړی چې د مهاجرینو د بیا میشتیدنې لپاره د نړیوالې همکارۍ په چوکاټ کې، هیواد چمتو دی چې په موقت ډول له امریکا څخه شړل شوي یو شمیر مهاجرین ومني.
د حکومت لخوا تصویب شوي پلان سره سم، کوسوو کولی شي په موقت ډول تر ۵۰ پورې افغان مهاجرین له امریکا څخه شړل شوي ځای پر ځای کړي.
دا اقدام د دې مهاجرینو نورو هیوادونو ته د لیږدولو کې د مرستې لپاره اخیستل کیږي.
د کوسوو موقت صدراعظم البین کورتي ویلي دي چې د هیواد د کورنیو چارو وزارت به د پلان د مدیریت او همغږۍ مسؤلیت ولري.