د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اهل تشیع له قومي مشرانو سره وکتل

خليفه سراج الدين حقاني

په دغه کتنه کې شیخ عبدالناصر بامیاني، سیدصوفي ګردېزي او احمد حسین سنګر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې د ملاتړ ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

سرپرست وزیر په دغه کتنه کې قومي مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د ولس په خدمت کې دي او زیاته یې کړه، چې امنيتي ځواکونه د هزاره وروڼو په ګډون د ټولو هېوادوالو لپاره د امنیت مسؤلیت لري.

حقاني همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې ټول هېوادوال د پياوړي امنیت او ښه ثبات په موخه له امنيتي ځواکونو سره د امنيت د خوندیتوب په موخه همکار پاتي شي.

بیشتر بخوانید:  ننګرهار ته د مهاجرت د نړیوال سازمان د پلاوي سفر
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x