د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سراجالدین حقاني د جمعې په ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ. د سیمې سرچینې وایي چې دا سفر په ناڅاپي ډول ترسره سوی دی.
حقاني په دې وروستیو کې په سخت لحن د طالبانو لهخوا له خلکو سره د چلند پر څرنګوالي نیوکه کړې وه؛ هغه څرګندونې چې د دې ډلې د غړو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راوپارول او داسې ښکاري چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې کورني اختلافات لا زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې هم په ښکاره ډول د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د داخلي اختلافاتو شتون تأیید سوی دی. ځایي سرچینې وایي چې د حقاني کندهار ته سفر ښايي د همدې اختلافاتو د مدیریت او د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره سوی وي.
دغه اختلافات په خوست ولایت کې د حقاني له کمسارو او انتقادي څرګندونو وروسته لا زیات روښانه سوي او د افغانستان د سرپرست حکومت په دننه کې د زیاتېدونکو کړکېچونو نښه بلل کېږي.



