معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان د سره صلیب کمېټي اعلان کړی چې د کندهار ولایت ۸۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسی زمینه برابروي.
دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ ، په ۶ د حوت اعلان وکړ چې د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ماشومان د اوږدو لارو د تېرولو له امله د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له مکتب څخه پاتې کېدل.
د سره صلیب د کمېټې په وینا، د اوبو د لېږد لپاره ۱۲.۵ کیلومتره نوي پایپلاین شبکه په دې سیمه کې نصبېږي، څو پاکې اوبه کورونو ته نږدې سي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د دې پروژې د بشپړېدو وروسته، ۸۵۰ کورني به صحي اوبو ته لاسرسی ولري؛ هغه اقدام چې کولای سي د ماشومانو د مکتب ته د منظم تګ زمینه هم برابره کړي.
د افغانستان لپاره د پاکو اوبو نشتوالی لا هم له بنسټیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هېواد هره لسو کسانو څخه اته تنه ککړی اوبه کاروي، هغه موضوع چې د سختو روغتیايي ستونزو سبب ګرځي.



