د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول

د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مهمند د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو انتقال د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې مخکې د ایران له لارې پاکستان ته ګاز انتقالېدل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د ټرانزیټ له اړخه امن شوی، نو ځکه له دې ادرسه په لويه کچه صادرات ترسره کېږي.

ورته مهال د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد وویل، چې په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان له لارې ۲۲ زره ۸۹۱ محمولې ترانزیت منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو ته شوي وو، چې په ۱۴۰۱ کال کې د ترانزیټ د محمولو شمېر ۵۳زره ۶۷۹ ته ورسېد.

مولوي احمد ډاډ ورکړ، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو په صاداراتو کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رانه شي.

د مراسمو په پای کې ۵۰ محمولې ګاز، چې له ترکمنستان څخه کندهار ته رارسېدلي وو، د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ولېږدول شول.

بیشتر بخوانید:  د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت سره د "رغنده تعامل" غوښتنه کړې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x