د کندهار – دوبۍ مستقیم پروازونه پيل کېږي

د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان وکړ چې د یکشنبې له ورځې به د قندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیم پروازونه پيل سي، او دغه پروازونه به هره اونۍ یو ‌ځل ترسره کېږي.
د کندهار – دوبۍ مستقیم پروازونه پيل کېږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې له یکشنبې (۱۱ د عقرب) څخه به د قندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیم پروازونه پیل سي.

دغه پروازونه به هره اونۍ یکشنبه ورځ ترسره کېږي. عبدالباسط نعماني، د آریانا افغان هوایی شرکت د قندهار مسؤل، وویل چې د دې نوې لارې موخه د مسافرو لپاره اسانتیاوې برابرول او په سیمه کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «د دې پروازونو له پیل سره، مسافر به له بېلابېلو خدماتو او اسانتیاوو ګټه واخلي، او دا نوښت کولی سي په قندهار کې د محلي اقتصاد او د دوبۍ سره د سوداګریزو اړیکو پر پرمختګ مثبت اغېز ولري.» د آریانا افغان شرکت هیله څرګنده کړې چې دا نوې هوایي لارې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ او ګرځندوی په پراختیا کې مرسته وکړي.پ

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه