د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د انګلستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبې د بایکاټ غوښتنه رد کړه. دا غوښتنه د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ ته نږدې ۲۰۰ برتانوي سیاستوالو کړې وه. د کرکټ نړیوالې شورا ویاند ټینګار کړی چې د افغانستان د ملي لوبډلې نارینه لوبغاړي باید د سرپرست حکومت لخوا د ښځو په وړاندې د لګول شویو محدودیتونو له امله مجازات نه شي. هغه زیاته کړه چې لوبغاړي د حکومت په سیاسي پریکړو هیڅ کنټرول نلري او د هغوی بایکاټ کول یو غلط کړنه دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116522
۲ اونۍ پیش
شماره خبر 116522
منتشر شده در 11:42 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email