د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چی د کجکي بند د پروژې د مالي ملاتړ تفاهم لیک د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرایوي ریاست، د افغانستان ملي بانک د اجرایوي بورډ او د کجکي د برېښنا د انرجۍ د تولید شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د عبدالباري عمر، شاکر جلالي او بوراک انسال ترمنځ د لاسلیک شوي دغه تفاهم لیک پر بنسټ، افغان ملي بانک به د کجکي د برېښنا بند د پروژې د مالي ملاتړ لپاره ۱۲ میلیونه ډالره د پلور په بدل کې ورکړي. دغه بانک به د خصوصي سکټور د ملاتړ له امله دغه پیسې د پنځو کلونو په موده کې تادیه کړي.

- 40
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 104894
- October 16, 2024
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 104894
- October 16, 2024
- آخرین بروزرسانی 16:20 - October 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=104894
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدیجې امین مستند فلم «زما اولادونه چېرته دي؟» د اروپا په سینمایی جشن کې
16:59 - November 13, 2025

یاسین قادري، افغان اتل، د مستر المپیا سیالیو کې ګډون ونه سوای کولی
16:50 - November 13, 2025

شهباز شریف: د هند او طالبانو اړیکې د پاکستان په ګټه نه دي
16:42 - November 13, 2025

استرالیا د طالبانو پر وړاندې د نوو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ
16:36 - November 13, 2025