هرکله چې کتاب د خلکو له ژوند څخه لرې سي، ټولنه د فکري او اخلاقي سقوط په وړاندې پاتې کېږي. کتاب د قانون تابعدارۍ روح، انتقادي فکر او ګډ ژوند ته وده ورکوي. د کتاب لوست کمښت مستقیم د تاوتریخوالي، تعصب، نابرابرۍ او فرهنګي بېسوادي سره تړاو لري. موږ د کتاب او کتاب لوستنې ورځ ټولو هغو انسانانو ته مبارکي وایو چې قلم او کتاب سره مینه لري او په ټکو کې د معنا او رڼا لټون کوي. که څه هم دا ورځ په رسمي تقویم کې د ګاونډي هېواد ایران (۲۴ عقرب/آبان) لپاره ثبت سوې، خو موږ افغانان هم مستحق یو چې دا ورځ د پوهې او بیدارۍ په توګه ولمانځو.
ځکه چې زموږ ګډه ژبه، فرهنګ او فکري میراث موږ د کتاب د نړۍ سره نښلوي. کتاب یوازې د حروفو مجموعه نه ده، بلکې د ملتونو فرهنګي حافظه ده. په هغه هېواد کې چې کتاب له خلکو لرې سي، فکر هم تبعید کېږي. کتاب د فکر لومړنی مخلوق او د انسان تلپاتې میراث دی. هره ټولنه چې کتاب ته ارزښت ورکوي، د تمدن پر لور ګام اخلي؛ او هره ټولنه چې له کتاب لرې پاتې کېږي، د تیاره او شاته پاتې کېدو پر لور ځي. افغانستان هغه خاوره ده چې د مولانا جلالالدین بلخي، سنایي، ناصرخسرو، خوشحالخان ختک، بیدل دهلوي، خواجه عبدالله انصاري، رابعه بلخي او نورو شاعرانو او پوهانو د زوکړې ټاټوبې دي، خو نن د افسوس ځای دی چې د کتاب لوستنې فرهنګ په هېواد کې کمزوری سوی دی. نن ورځ، د کتاب لوستل یوازې د مطالعې بلنه نه ده، بلکې د یوې ټولنې د عقلانیت د پاتې کېدو خبره ده چې د فکر په تیاره کې پاتې سوې ده.
ولې باید د کتاب او کتاب لوستنې ورځ ولمانځو؟ که څه هم ۲۴ د عقرب/آبان د ایران د کتاب او کتاب لوستنې ورځ په توګه ثبت سوې، خو د افغانستان خلکو لپاره د دې ورځې لمانځنه تقلید نه بلکې د فرهنګي دوام معنا لري. د فارسی ژبه د څو قومونو ګډ تمدن ته زمینه برابروي، او هره پاڼه د بلخ او شیراز، د غزني او اصفهان، د کابل او تهران، د هرات او دوشنبه، د قندهار او سمرقند ترمنځ پیوستون رامنځته کوي. جغرافیایي سرحدونه نسي کولی د پوهې مینهوال انسانان جلا کړي؛ فکر سرحد نه پېژني، هماغه ډول چې فکر هر ځای چې ژبه او پوهه ګډه وي، جریان مومي. نو، د کتاب او کتاب لوستنې ورځې لمانځنه د فکر او ګډ فرهنګ لمانځنه ده. که د افغانستان د کتاب لوستنې تاریخي چارټ ته وګورو، هرکله چې واکمنان د پوهې او فرهنګي مینهوال وو، چاپ او نشر پراخه وده کړې، او اهل قلم وده کړې.
د احمدشاهي دوره، د جمهوریت دوره، کتاب کله وده کړې او کله کمزوری سوی، او نن د طالبانو په واکمنۍ کې دا منحني تر ټولو ټیټه نقطې ته رسېدلې دي. سانسور، د زرګونو کتابونو راټولول، پر لیکوالانو محدودیتونه، د انجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندول، نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د اسلام له دین سره خیانت هم دی؛ هغه دین چې د “اقرأ” له آیت څخه پیل سوی او د پیغمبر د لومړي فرمان موخه لوستل وو. څنګه امکان لری هغه کسان چې خپل ځان د اسلام بیرغ لرونکی بولي، د ټولنې پر نیمه برخه د علم او کتاب دروازې بندې کړي؟ رښتیني اسلام هغه دین دی چې “پوهنه” د عبادت څخه بهتره ګڼي، پر قلم قسم خوري او قلم مقدس ګڼي. خو طالبان د دې الهي میراث ساتنې پر ځای، له ناپوهۍ سره تړون کړی دی.
دوی د ښځو او انجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، ټولنه د تیارې پر لور بیایي او یو نسل د پوهېدو له حق څخه محروموي. دا تګلاره نه اسلامي ده او نه بشري. هرکله چې کتاب د خلکو له ژوند لرې سي، ټولنه د فکري او اخلاقي سقوط په وړاندې پاتې کېږي. کتاب د قانون تابعدارۍ روح، انتقادي فکر او ګډ ژوند ته وده ورکوي. د کتاب لوست کمښت مستقیم د تاوتریخوالي، تعصب، نابرابرۍ او فرهنګي بېسوادي سره تړاو لري. نن ورځ په افغانستان کې اقتصادي فقر ددې لامل سوې چې خلک د ډوډۍ ترلاسه کولو هڅه وکړي، نه د زده کړې؛ او دا معنا لري چې ټولنه د بقا په هڅه کې ورو ورو د “عقلمن ژوند” معنا هیره کوي.
د ښځو او انجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه تړل نه یوازې سیاسي پرېکړه ده، بلکې فرهنګي فاجعه ده. زرګونه انجونې له زده کړو محرومې سوې، ډیری ښوونځي پریښي، او راتلونکې تیاره سوې. په دې کچې د زده کړې بندول یوه ټولنه بېسواده او بېفکره کوي. هیڅ ټولنه د زده کړو ښځو پرته پرمختګ نه سي کولی. کتاب لوستنه یوازې د خلکو د علاقې له لارې ژوندی نه پاتې کېږي؛ سالم او مسلکي نشراتو ته هم اړتیا لري. په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کتاب نشر سیاستي او فني ستونزو سره مخ سوی دی. د کتاب کیفیت، ترتیب او د طالبانو محدودیتونه هم د لوستنې کچه کمه کړې. په دې شرایطو کې، ځوان نسل ډیجیټلي لوست ته مخه کړې؛ خو د انټرنټ لوړه بیه او د علمي منابعو فلټرنګ د لوستنې فرهنګ ته خنډ جوړوي.
هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي یوازې اقتصادي فقر نه دی، بلکې د پوهې فقر دی؛ د فکر، مطالعې او آیندهپالنې فقر. که دا بهیر دوام ومومي، هېواد به په علم، پوهه او فرهنګ کې جدي بحران سره مخ سي. هغه ټولنه چې کتاب پکښې مهجور پاتې سي، ناڅاپه به د تاوتریخوالي، ناپوهۍ او استبداد تغذیه ترلاسه کوي. کتاب د عقل اکسیجن دی، مطالعه د پوهې تنفس دی. ټولنه چې پکښې کتاب نه لوستل کېږي، ورو یا ژر به خفه سي.
نن افغانستان له هر وخت زیات د “مطالعې فرهنګ” ته اړتیا لري؛ د کتاب، فکر او رڼا پر لور بیرته راستنیدل. طالبان دروازې تړلی سي، خو ذهنونه نه سي تړلی. کتاب خپل لاره مومي، په حافظو کې، په موبایلونو کې، د هغو ځوانانو زړونو کې چې لا هم راتلونکې ته باور لري. راځئ چې د کتاب او کتاب لوستنې ورځ یوازې د یوې پیښې په توګه نه؛ بلکې د فرهنګي مقاومت یوه اعلامیه وګرځوو. هیله ده چې یوه ورځ، په آزاد او پوه افغانستان کې، کتاب بیا خپل اصلي ځای ته ورسېږي او هر کور د پوهې څراغ په لاس ولري.



