د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، له دې وروسته چې د ټول افغانستان په کچه د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې سوي وو، د کامایر هوايي شرکت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د میزان ۱۰مه، خپلې الوتنې بېرته پیلوي. د انټرنېټ او مخابراتو پرې کېدل چې د دوشنبې له مازیګر څخه پیل سوي وو، د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بشپړ درېدلو لامل سوي وو او د هېواد هوايي فعالیتونه یې فلج کړي وو. د راپورونو له مخې، ټاکل سوې وه چې الوتنې د چهارشنبې د میزان ۹مې له مازیګره بیا پیل سي، خو د کابل په هوايي ډګر کې د مسافرو د اسنادو د کتنې سیستم د بندېدو له امله دغه پروازونه لغوه سول او د بیا پیل وخت یې نن پنجشنبې ورځې ته ځنډول سوی وو. د انټرنېټ او مخابراتو بېرته وصلېدل په افغانستان کې د ترانسپورټ، زدهکړو او کاروبار په برخه کې عادي حالت ته د ستنېدو هیلې راوپارولې.
- په افغانستان کې د پروازونو بیا پیل
له دې وروسته چې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې سوي وو، د کامایر هوايي شرکت اعلان وکړ چې خپلې الوتنې به له نن، د پنجشنبې ورځ د میزان ۱۰مه، بېرته پیل کړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151254
۹ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151254
منتشر شده در 1:34 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی