د کابل-کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۲۶ تنه مړه او ټپیان شول

حوادث مرگبار ترافیکی در شاهراه کابل-قندهار ۱۲۶ کشته و زخمی برجای گذاشت

د معمار پرس د خبر له مخې: د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو دغه خبر ورکړی دی چي د کابل – کندهار پر لویه لاره تېره شپه (چهارشنبه د قوس ۲۸ مه) د دوو سختو ترافیکي پېښو له امله ۴۶ تنه مړه او ۸۰ نور ټپیان شول. د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، دغه دوه پېښې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غزني د مرکز اړوند شهباز سیمه او د اندر‌ رخ ولسوالۍ د ناني بازار په سیمه کې شوې دي. په دغو پېښو کې ۵۸۰ ډوله بسونه د ګازو له ټانکرونو او ټېلرونو سره ټکر شوي دي. ځايي سرچينو ويلي، چې ښايي د مړو شمېره لوړه شي، ځکه د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

بیشتر بخوانید:  د جرمني د کورنیو چارو وزارت: د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې وضعیت لا هم نازک دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه