د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ سهار د کابل په منډوي بازار کې په اورلګیدنه کې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان رسېدلی دی.
د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې،
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ سهار د کابل په منډوي بازار کې اورلګیدنه رامنځته سوې چې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چې اورلګیدنه په منډوی بازار کې د بوټانو پلور په یوه مارکېټ کې سوې او د اورلګیدنې علت «د برښنا د تار شارټي» بلل سوی دی.

د پېښې له ځایه خپاره سوې انځورونه ښيي چې د اور وژنې ځواکونه هلته حاضر سوي او په دوامداره هڅو سره یې اور مهار کړی دی. په دې انځورونو کې د ګڼ شمېر دوکانونو او سوداګریزو شتمنیو سوځیدل په څرګنده لیدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د اور وژنې ځواکونه وتوانېدل چې د اور د نورو برخو ته د خپرېدو مخه ونیسي.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی خپور سوی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x