د کابل لپاره نوی والي معرفي شو

memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1191
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1191
کې خپور شو 4:21 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې : د پېژند غونډې په دې مراسمو کې د کابل د پخواني والي او د لوړو زده کړو د اوسني سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د چارو ادارې لوی رئيس نورالحق انور په ګډون یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو.
د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد نديم په دغه غونډه کې وویل، چې نوی والي په کار پوه او تجربه لرونکی شخص دی او د اسلامي امارت په تېره او اوسنۍ دوره کې يې پر مهمو پوستونو کې دندې ترسره کړې دي.
ندیم همدارنګه زیاته کړه چې ( په تېرو کلونو کې د کابل ولايت مقام په بشپړ ډول بې صلاحيته شوی وو او سمبوليکه بڼه يې درلوده، خو موږ د ولايت اړوند ټول صلاحيتونه بېرته د ولايت مقام ته را وګرځول).
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ نورالحق انور په دغه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشرتابه د ديانت، اخلاص، اطاعت او د مشرتابه او اولس د اعتماد اصل ته په کتو مسؤولين پر دندو ګوماري.
نوموړي همدارنګه وویل، چې دنده اخيستل امتياز نه بلکې دروند مسؤلیت په غاړه اخيستل دي.
په ورته وخت کې د کابل لپاره نوي ټاکل شوي والي ملا محمد عيسی یاسین اخوند د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده باندې يې باور کړی او ويې ویل، چې افغان اولس شل کاله د اسلامي امارت د مجاهدينو مرسته او خدمت کړی دی او اوس اسلامي امارت مسوليت دی، چې د خپل اولس ښه چوپړ وکړي او د امکان تر حده يې لاسنيوی وکړي.
یاسین همدارنګه وویل، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بريا ترلاسه کړه او اوس د نظام د پايښت او ښې حکومتولۍ کولو په يو ستره ازموينه کې قرار لري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د حمايوي لوا د قومندانۍ تر څنګ په مختلفو حکومتي بستونو کې دندې ترسره کړې دي ‌.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
6041776537792613216
یوناما: د افغانستان د ښځو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
گوترش-1
ګوتریش: نړۍ باید د لويو ننګونو د مقابلې لپاره متحده سي
انتونیو ګوتیریش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د «ملګرو ملتونو د ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې له هېوادونو وغوښتل چې د همکارۍ او نړیوال یووالي ژمنتیا تازه کړي.
torkham04
پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر بیا پيل کړ
د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ ادارې اعلان کړې چې له طالبانو سره د دوحې د اوربند له تړون وروسته، له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په مرحله یې توګه بیا پیل سوی دی.
photo_2025-10-23_19-07-46
فیاض احمد ابراهیمی د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې د برونز مډال وګټه
فیاض احمد ابراهیمی، د افغانستان د رزمي ورزشونو لوبغاړی، د بحرین په کوربتوب د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې وتوانېد چې د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د برونز مډال خپل کړي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.