د ښځو محدودیت د بشري ناورین د زیاتیدو لامل دی

د ښځو محدودیت

د کړکېچ د نړیوالې ډلې په نوم یوې نړیوالې غیر انتفاعي موسسې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې او د لا زیاتو بندیزونو لګولو غبرګونونه راپارولي چې د اندېښنې وړ پایلې به ولري. دغه سازمان چې د ICG په لنډیز سره پیژندل کیږي، په یوه مقاله کې چې د “ښځو د آزادیو د محرومولو لپاره د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې بشري ناورین ژوروي” تر نامه لاندي دي خبرداری ورکړی چې ۲۸ ملیون خلک، یعني د افغانستان د ټول نفوس دوه پر دریمه برخه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. خو د اسلامي امارت وروستیو کړنو د دې لامل شوی چې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر ګډوډ شي. د بحران نړیوالې ډلې د دې پوښتنې په ځواب کې چې “ولې داسې وشول” لیکلي: د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله د خپلو شخصي عقایدو پر بنسټ د ښځو په ګوښه کولو او محدودولو ټینګار کوي. په دې مقاله کې دا هم راغلي چې د اسلامي امارت رهبر د زغم هیله نه لري او له هغه افراطي ایډیالوژۍ پرته چې غواړي پلي یې کړي د پایلو پروا نه لري. د دې مقالې د لیکوال په وینا، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د پخواني رژیم له نسکوریدو وروسته یو “د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې نظام” پلی شو، چې ښځې له زده کړو بې برخې کوي او د هغوی د ازادۍ پر ضد دریځ نیسي. د دې مقالې په پای کې دا هم ویل شوي چې په نننۍ نړۍ کې هغه څه چې په افغانستان کې پر ښځو تحمیلیږي نامعلومه ده او له همدې امله له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په دغو نړیوالو غبرګونونو کې اقتصادي بندیزونه او د بشردوستانه مرستو ځنډول شامل دي چې د اسلامي امارت د کړنو په پایله کې رامنځ ته شوي او پایلې یې خلک ځورولي دي.

بیشتر بخوانید:  د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د پایلو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x