پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زدهکړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
دا د یوې خبریالې انجلۍ کیسه ده چې په افغانستان کې له زده کړو محرومه سوې ده پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زدهکړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
په دې تیاره دوران کې، ډېرې انجونې او ښځې له زدهکړې پاتې سوې او د ښځینه خبریالانو غږ په رسنیو کې یو په یو خاموش سو. خو د دغو فشارونو په منځ کې، لا هم د ځینو ښځو غږ خاموش سوی نه دی. دا راپور د یوې داسې خبریالې انجلۍ ژوند بیانوي؛ یوه انجلۍ چې د جمهوري نظام د سقوط په وخت زدهکړه یې ناتمامه پاتې سوه، خو د خبر رسونې او د سانسور او تبعیض پر وړاندې د مقاومت عزم یې تر هر وخت قوي وو. هغه د محدودیتونو په وړاندې لیکي، پوښتنې کوي او هڅه کوي د ښځو غږ ټولنې ته ورسوې.
د هغې کیسه د افغان ښځې خاموش، خو د پیاوړي مقاومت نښه ده چې د هېرېدو پر وړاندې ولاړه ده. صدف یوسفي (پټ نوم) هغه انجلۍ ده چې د مکتب له دورې یې د خبریالۍ سره مینه پیل کړې وه. هغه وایي: «کله چې مې ولیدل چې خبریالان څنګه د حقیقت په څرګندولو کې زړور دي، احساس مې وکړ چې همدا لار ده چې باید پرې ولاړه سم.» د مکتب د ختمېدو وروسته، هغه رسنیو ته ورغله او په دې مسلک کې یې ګام په ګام پرمختګ وکړ.
صدف د سقوط نه مخکې د «هشت صبح» ورځپاڼې سره کار کاوه او زیاتره تحقیقي راپورونه یې د ښځو او ټولنیزو ستونزو په اړه جوړول. وروسته یې په تلویزیون یک او تلویزیون آمو کې هم راپورونه جوړول چې موخه یې د ښځو غږ ټولنې ته رسول وو. د حکومت د سقوط سره، د صدف ژوند د نورو افغانو انجونو په څېر بدل سو. هغه په مات غږ وایي: «زدهکړه مې ودرېده او نسم کولی پوهنتون بشپړ کړم. د خبریالۍ کار هم د شدیدو محدودیتونو او خطرونو سره مخ سو. ډېری فرصتونه مې له لاسه ولاړه، خو مینه مې د دې مسلک سره نه ده کمه سوې.»
په رسنیو د محدودیتونو اغېز د صدف پر کار هم ولیدل سو. د معلوماتو نشتوالی، پراخه سانسور، د طالبانو مستقیمه لاسوهنه او د جنسیت محدودیتونه سبب سول چې ډېری حقیقت پټ پاتې سي. صدف وایي، «موږ اړ وو چې په ډیر احتیاط کار وکړو ترڅو خپل ځان خوندي وساتو او هم خبرونه ورسول سي.»
هغه څو ځله د طالبانو لخوا ګواښل سوې، راپورونه یې حذف یا بدل سوي او حتی ورته ګواښونه سوي چې که کار ته دوام ورکړي، جدي پایلې به ولري. دغه ځوانه انجلۍ وایي: «زدهکړه زما حق وو، خو د طالبانو د واکمنۍ وروسته یوازې یو خوب پاتې سو. له دې محرومېدل، په ما کې د ناتوانۍ او ژور غم احساس راوپاروه.
خو زه لا هم هیله لرم او غواړم په راتلونکي کې په خوندي او آزاد چاپېریال کې بیا پوهنتون ته ولاړ سم.» سره له دې چې طالبان د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي، دغه انجلۍ باور لري چې یوه ورځ به بیا په آزاد ډول، بې له ویرې، خبرونه ولیکي.