د ښځو د کار کولو لپاره د غیر دولتي موسسو د جواز لغوه کول د اندیښنې وړ دي

سازمان ملل : لغو جواز فعالیت سازمان‌های غیردولتی استخدام‌‌کننده زنان نگران‌کننده است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو د هغو غیردولتي موسسو د جواز لغوه کولو په غبرګون کې چې ښځې په کې کار کوي، د طالبانو دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی، چې په دغو ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د طالبانو خبرداری د ژورې اندېښنې وړ دی. دغه سازمان زیاته کړه چې هیڅ هیواد په عامه ژوند کې د خپل نیم نفوس له ونډې پرته پرمختګ نشي کولای. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم له طالبانو غوښتي، چې خپله لاره بدله کړي او په عامه ډګر کې د ښځو د ونډې لپاره لازم شرایط برابر کړي.

بیشتر بخوانید:  د امنیت شورا هند د نړیوالو قوانینو په نقض تورن کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه