د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی

د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=153650
۴ ساعتونه مخکی
شماره خبر 153650
منتشر شده در 2:19 ب.ظ

د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی. دا ډول مبهم دریځ، په عمل کې د ښځو د دوامداره محرومیت معنی لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستۍ څرګندونو په هند کې، یو ځل بیا د انجونو د زده‌کړې موضوع ته د نړیوالو پام راړولې دی. متقي ویلي چې د ښځو تعلیم «حرام نه دی»، خو بیا هم ټینګار کوي چې باید د اسلامي شریعت له اصولو سره سم تنظیم سي. دا خبرې په ظاهر نرمې او منطقي ښکاري، خو په عمل کې د هماغه مبهم سیاست تکرار دی چې طالبان یې څلور کاله کېږي د ښځو د محرومیت د توجیه لپاره کاروي. هیڅ معتبرې فقهي یا قرآني منبع د ښځو تعلیم نه‌دی منع کړی. د اسلام له پیله تر ننه، بې‌شمېره عالمې او فقیه ښځې وې چې د دیني او علمي زده‌کړو په پراختیا کې یې مهم رول درلود. اسلام علم د هر مسلمان، ښځې او سړي، لپاره فرض بللی. نو «د شریعت مطابق» د تعلیم تنظیمول په هغه صورت کې معنی لري، چې موخه یې د خوندي او سالمو تعلیمي چاپېریالونو رامنځته کول وي، نه د زده‌کړې د فرصتونو تړل. خو د تېرو څلورو کلونو شواهد ښيي چې طالبان دا اصطلاح د یو سیاسي شعار په توګه کاروي. که دوی رښتیا د شریعت له مخې تعلیمي چوکاټ جوړول غوښتل، څلور کاله د دې لپاره پوره وخت وو. په دې موده کې ګڼ اسلامي هېوادونه لکه ایران، سعودي عربستان او پاکستان د خپلو مذهبي او فرهنګي اصولو په رڼا کې د انجونو تعلیم ته دوام ورکړی، نه دا چې د ښوونځیو دروازې وتړي. نو دا اوږد ځنډ نور نه د دیني او نه د اداري دلیل له مخې توجیه کېدای سي؛ دا یوازې د طالبانو ایدیولوژیک دریځ څرګندوي چې ښځه د ټولنې له فعاله برخې بهر کوي. له فقهي نظره هم، د ښځو د تعلیم او کار مخنیوی د «حق‌الناس» د نقض او ظلم یوه بڼه ده. اسلام پر عدالت، علم او انساني کرامت ټینګار کوي. د ټولنې د نیمایي وګړو د علمي ودې مخنیوی نه یوازې د شریعت له روح سره په ټکر کې دی، بلکې د هېواد او امت اسلامي راتلونکي ته هم زیان رسوي. په پایله کې، که څه هم د متقي خبرې د ظاهري نرموالي انګېرنه رامنځته کوي، خو په واقعیت کې د طالبانو په سیاست کې هېڅ بدلون نه راولي. طالبان لا هم د خپل سخت‌گیرانه فکر او د ټولنې د واقعي اړتیاوو تر منځ بند پاتې دي. تر هغه چې له دې فکري قید څخه ونه وځي او د عدالت واقعي اسلامي مفهوم ته مراجعه ونه کړي، د افغانستان انجونې به د یوې داسې تګلارې قرباني وي چې نه شرعي ده، نه انساني.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان 17)
Journalist-3-p0ryeryne0avelv8wbei15owi6iwys4wrn7j5ilkzs
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
حمایت حامد کرزی از به‌رسمیت‌شناختن کشور فلسطین
حامد کرزی د فلسطین د دولت د په رسمیت پیژندلو ملاتړ وکړ
نشست امنیتی اسلام‌آباد؛ تقویت همکاری‌های امنیتی و مبارزه با هراس‌افکنی
د اسلام آباد امنیتي غونډه؛ د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې
مطالب پیشنهادی
Afghan-Women-1677-pym9gpxzi2vy8bu8cqqjdp1wb1ir2goq9hcb1dd3ew
د ښځو غږ باید واورېدل سي، حتی که نوم یې پاتې نه سي!
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زده‌کړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
عبدالکبیر
د طالبانو د کډوالو وزیر: د افغانستان کډوالو د دین د ساتنې لپاره مهاجرت کړی
image-1-780x470
د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
pakisatan-
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: طالبان نه مشروعیت لري، نه د خلکو ملاتړ
عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، ویلي چې طالبان نه یوازې د کورني مشروعیت څخه بې‌برخې دي، بلکې اوس د سیمې د امنیت لپاره په یوه جدي ګواښ بدل سوي دي.
آخرین اخبار مهم
افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
۵ ساعتونه مخکی
د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي
۵ ساعتونه مخکی
متقي په نوي ډهلي کې: د نجونو زده‌کړه حرامه نه ده، خو باید شرعي سي
۵ ساعتونه مخکی
هغه افغان مهاجرین چې د سرشمېرنې پاڼه لري، له ایرانه حج ته ځي
۵ ساعتونه مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، دوشنبه، د میزان 21
۶ ساعتونه مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 21)
۶ ساعتونه مخکی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو پټنځایونه مو د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي
۱ ورځ مخکی
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې بیا پیل سوې
۱ ورځ مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۲ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۳ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۴ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۴ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۴ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۳ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ