د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي

د ژغورنې نړېوالې کمېټې (IRC) خبرداری ورکړی چې افغانستان، چې دا مهال له سختې وچکالۍ او اقلیمي بحران سره مخ دی، کېدای سي د نړېوالو مرستو د کمېدو له امله خپل ناخالص ملي عاید لس سلنه له لاسه ورکړي.
د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ښايي د نړېوالو مالي مرستو د کمښت له امله لس سلنه خپل ناخالص کورني تولید له لاسه ورکړي.

دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۳۰مه خپور سوی، زیاتوي چې نړېوالې مرستې د اقلیمي بحرانونو د مخنیوي لپاره ۴۰ سلنه راکمې سوي دي، او دا ډول مرستې عموماً هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې نسبي سیاسي او اقلیمي ثبات لري؛ خو افغانستان له دې امتیازه بې‌برخې پاتې سوی دی.

د IRC په وینا، افغانستان د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو زیات زیان‌من دي، او د سختو وچکالیو، د کرنیزو زیربناوو د ویجاړېدو او د خوړو د خوندیتوب د کمښت له امله له جدي خطر سره مخ دی. دغه نهاد ویلي چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو په موخه یې شاوخوا ۲۸ زره افغانو کورنیو ته نغدې مرستې برابرې کړي دي.

دا خبرداری د برلین د اقلیمي امنیت له نړېوال کنفرانس څخه مخکې ورکړل سوی، او IRC له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د مرستو د کمولو پر ځای، د زیان‌منو هېوادونو ملاتړ زیات کړي تر څو د بحران د لا ژورتیا مخه ونیول سي. سخته وچکالي، د کرنیزو زیربناوو له منځه تګ، د خوړو د خوندیتوب کمښت او اقتصادي بې‌ثباتي هغه پایلې دي چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي، افغانستان به ورسره مخ سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه