د ډیورنډ کرښه یواځې کرښه نه ده؛ یوه هنداره ده چې پکښې د تاریخ څېره لیدل کېږي: د هغو پاچاهانو څیره چې د عزت او شرافت پر ځای یې خپل تاج وساته؛ سیاستوال چې د ناپوهۍ له کبله یې سرحدونه دښمن ته وسپارل؛ او یو ولس چې له پېړیو راهیسې یې بیه ورکوی. د ډیورنډ سرحد یواځې یو جغرافیایي کرښه نه ده، بلکې د افغانستان پر تاریخ یو ژور زخم دی؛ هغه زخم چې ریښې یې د دوو بېتدبیره پاچاهانو خیانت، د استعمار دوکه او د تفرېق پالنې د سیاست دوام دي.
نن چې کله افغانستان جوړښتي کمزورۍ او سیاسي بحران کې ګیر دی، د دې فرضي کرښې یادول هم کولای سي د ستړي او ځورېدلي ولس پر اوږو نوی بار کښیږدي. تر هغه چې دا خاوره سیاسي، اقتصادي او نظامي واقعي ځواک ته ونه رسېږي، لازمه ده چې شعار او جذبې ته نه، بلکې عقلانیت ته لومړیتوب وركړل سي. د هر ملت په تاریخ کې داسې شېبې سته چې د یوه کس پریکړه د یوه ملت لاره د پیړیو لپاره بدله کړي. د افغانستان لپاره یو له دغو شېبو څخه، د ۱۸۹۳ کال ډيورنډ د شرمناکې معاهدې امضا وه؛ هغه تړون چې د آزادۍ او استعمار ترمنځ کرښه یې د خیانت په رنګ ولیکله. عبدالرحمن خان او شاه شجاع، دواړو په بېلابېلو وختونو کې وښودله چې څنګه د «مصلحت» په نامه د یوه ملت روح پلور ته وړاندې کړي.
لومړي د ډیورنډ په امضا سره او دویم د لاهور په وړاندې تسلیمۍ سره، د عزت سرحدونه پرې کړل او تاریخ یې ناپاک کړ. هغه وخت چې ولس په بېوزلۍ او ناپوهۍ کې راګیر وو، پاچاهانو یې د انګریز چای او د سفر کولو خالي ژمنو په بدل کې سیاسي شرافت او خاوره وپلورله. شاه شجاع، چې نوم یې د شجاعت سره نا پېژندونکې وو، په ۱۸۳۸ کال کې د لاهور د تړون په امضا سره د افغانستان سیاسي خپلواکي په شخصي ګټو وپلورله. هغه لومړی کس وو چې د درېاړخیز توافق په چوکاټ کې د افغانستان سرحدونه په رسمیت ومنل او د بریتانیا مستقیمې مداخلې ته یې لاره هواره کړه. لسیزې وروسته، عبدالرحمن خان هم هماغه لاره په بله جامه ونیوله.
هغه چې د «امیر فولادین» لقب یې درلود خو په عمل کې «امیر معاملهګر» سو، په ۱۸۹۳ کال کې د سر هنري مورټیمر ډیورنډ سره د ډیورنډ معاهده امضا کړه؛ په ظاهره دا تړون سرحد وټاکه، خو په واقعیت کې استقلال یې په پور کې واچوه. عبدالرحمن خان، له مجبورۍ څخه نه، بلکې د مقام او د تخت د ساتنې غوښتنې له مخې ددې تړون امضا ته زړه ښه کړ او همدا، د افغانستان د سیاسی تاریخ پر تندې د شرم تر ټولو ستره نښه وبلل سوه. ډیورنډ یوازې یوه کرښه نه وه؛ دا هغه توره وه چې د ملت په وجود کې ننوته. دغه جوړجاړی پښتانه، بلوچان او نورستانیان له یو بل څخه جلا کړل او د زوړ خراسان کلتوري او قومي روح یې د اغزې لرونکې سیم پر دوه برخو ووېشه.
خو تر ټولو دردناکه خبره داده چې ډېرو پاچاهانو وروسته له عبدالرحمن هم، دا استعماري تړون، که څه هم په دیپلوماتیکو خبرو په مختلفو بڼو ومنه. له حبیبالله څخه تر امانالله، او له نادرشاه څخه تر ظاهرشاه، ټولو په یوه یا بله طریقه دا تحمیلي کرښه ومنله، یوازې د لندن د رضا ترلاسه کولو لپاره. دا دوامداره چوپتیا او جوړجای د ولس د تاریخې بېباورۍ پیل وو د خپلو واکمنانو په وړاندې. تر محمد داوود خان پورې، د ډیورنډ مسئله زیاتره یو تاریخي زخم وو، نه د سیاست محور. خو داوود خان چې د هیواد پالنې او ښکاره روحیه درلوده، دا زخم یې بیرته د سیاست صحنې ته راوړ؛ هغه په څرګنده د پښتونستان او د افغانستان د تاریخي حق خبرې پیل کړې.
همدا وه چې د افغانستان سره د پاکستان ښکاره دښمني شروع سوه. اسلامآباد ته معلومه سوه چې ډیورنډ یوازې یو کرښه نه ده، بلکې د هغه هېواد سیاسي هویت او امنیتي بقا ته ګواښ دی. له هغه وخت راوروسته، پاکستان د افغانستان په وړاندې د «دائمې ګډوډۍ» سیاست پیل کړ، یوه تګلاره چې مقصد یې دا وو: افغانستان باید همېشه ضعیف، په کورنیو جګړو اخته او د خپلو اوسیدونکو په منځ کې ویشل سوی پاتې سي. که شاهي واک وي، که جمهوریت، که اسلامي امارت یا کمونستي نظام؛ د پاکستان سیاست نه بدلېږي. هماغه هېواد چې پرون یې طالبانو ته روزنه او ملاتړ ورکړ ترڅو جمهوریت له منځه یوسي، نن بیا نورې ډلې روزي تر څو د طالبانو پر خلاف جګړه وکړي.
د جګړې دا ځنځیر په کورنیو پریکړو نه بلکې د بهرنیو ارادو له خوا تغذیه کېږي؛ له هغه خاورې چې نوم یې پاکستان دی او خپله بقا د ګاونډي بېثباتۍ کې وینې. په داسې حالاتو کې د ډیورنډ پر سر خبرې کول، نه زړورتیا ده او نه جګپوړی سیاست؛ دا ناپوهی ده. هغه ولس چې کټ مټ یو قوي دولت او منظمه اردو نه لري، نه سي کولی په حقوقي او نه په نظامي میدانونو کې د خپل ضایع سوي سرحد دفاع وکړي. اوس هر شعار د ډیورنډ په باب یوازې اسلامآباد ته د تبلیغ لپاره خوراک ورکوي څو خپل شتون ته مشروعیت ورکړي. افغانستان داخلي بیا رغونې ته اړتیا لري، نه د پولې هاخوا چیغو ته.
کله چې ولس متحد او دولت پیاوړی سي، نو هغه وخت تاریخ له سره او نوې لیکل کېدای سي؛ خو اوس عقلانیت دا دی چې پر زخم مالګه ونه پاشو، بلکې درملنه یې وکړو. ډیورنډ یواځې کرښه نه؛ یوه هنداره ده چې پکښې د تاریخ څېره ښکاري: د هغو پاچاهانو څېره چې شرافت او عزت پر ځای یې خپل تاج وساته؛ سیاستوال چې د ناپوهۍ له کبله یې سرحدونه دښمن ته وسپارل؛ او یو ولس چې پېړۍ یې د دې بیه ورکړې. خو لا وخت ناوخته نه دی!
که کله افغانستان بیرته یو ځواکمن دولت، عصري اردو، هوښیاره دیپلوماسي او یو متحده ټولنه ولري، نو هغه وخت کولای سي د ډیورنډ پر ضد له قوت سره ودریږي نه په شعار سره، خو اوس نه. تر هغه وخته زموږ رسالت دا دی چې زړې تبلیغاتي نعرې نه تکراروو، بلکې د نوې نسل بیداري ده؛ هغه نسل چې پوه سي خیانت د احساساتو په بدل کې نه تادیه کېږي، بلکې عقل، اقتدار او ملي یووالي غواړي. همدغه هغه «حقیقي کرښه» ده چې باید رسم سي، د عزت کرښه، نه د ډیورنډ!



