د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ډنمارک د کډوالو شورا په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې د نړۍ د بې ځایه شویو خلکو کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.
د ډنمارک د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې جګړې او تاوتریخوالی به په راتلونکو دوو کلونو کې له ۶.۷ ملیون څخه ډیر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي.
د راپور له مخې، سوډان په نړۍ کې تر ټولو بد بشري وضعیت لري، چې د نویو بې ځایه شویو نږدې دریمه برخه جوړوي.
همدارنګه، افغانستان، میانمار او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نور هغه هیوادونه دي چې د بې ځایه کیدو له سختو کړکیچونو سره مخ دي.