د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په یوه تازه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د افغانستان طالبان او د هغوی وسلهوال متحدین د خپلو دوامداره سرحدي فعالیتونو له لارې د سولې او ثبات راتلونکی تریخ کړی دی.
ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې یوازې پر پوځي فشارونو تکیه کول پر طالبانو اغېزناک نه دي، ځکه چې طالبان د یو عصري دولت له جوړښتونو بېبرخې دي او د هغوی اړوندې وسلوالې شبکې د لږ لګښت، عقیدوي هڅونو او چریکي وسلو په مټ فعالیت کوي.
ډان زیاتوي، دا ډلې د پټو عملیاتو او چریکي بریدونو په تاکتیکونو سره د پولو امنیتي توازن ګډوډ کړی دی، او هر ډول پراخ نظامي فشار، پرته له اغېزمن ډیپلوماټیک چوکاټ څخه، کولای سي بحران نور هم ژور کړي.
د دې ورځپاڼې شنونکي باور لري چې د ستونزې اصلي حل په ترکیبي تګلارې کې نغښتی دی یعنې د هوښیارې ډیپلوماسۍ او محدودو نظامي اقداماتو ګډ کار، چې باید د سیمهییزې همکارۍ او د باور جوړونې له لارو سره مل وي، تر څو د بحران د پراخېدو مخه ونیول سي.








