د ډالرو د بیې لوړیدل او بازار ته د ۱۶ میلیونه ډالرو عرضه کول

بانک مرکزی طالبان ۱۶ میلیون دالر به بازار ارز عرضه می‌کند

د معمار پرس د خبر له مخې: په طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک اعلان کړی چې د اسعارو د نرخ د کنټرول او د افغانۍ د ارزښت د ساتلو په موخه به ۱۶ میلیونه ډالر د بهرنیو اسعارو بازار ته داخل کړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د ډالر بیه په نسبي ډول لوړه شوې ده. د مرکزي بانک د نرخ له مخې د یکشنبې په ورځ د قوس په ۱۸ مه، د یو ډالر د پلور بیه ۷۰.۸۷ افغانۍ او د پېرلو بیه ۷۰.۶۷ افغانۍ ده. دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه د ډالر بیه شاوخوا ۶۸ افغانۍ وه او د تېرې میاشتې په پای کې ۶۴ افغانیو ته ورسېده.

بیشتر بخوانید:  اردوغان ادعا وکړه چي پوتین او زه په نړۍ کې یوازیني اصلي مشران یو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه