د چین سفیر: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري

د طالبانو سفارت په قرقیزستان کې ویلي چې عبدالشکور حقاني، د طالبانو استازی، او لیو جیان‌پینګ، د چین سفیر، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا، د امنیتي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د ثبات د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د چین سفیر: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو سفارت په قرقیزستان کې اعلان کړی چې عبدالشکور حقاني، په بیشکک کې د دې ډلې سرپرست سفیر، له لیو جیان‌پینګ، د چین له سفیر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په اړه یې مفصل بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې د امنیتي وضعیت، د سولې او ثبات د ټینګښت او د متقابل باور د زیاتوالي په اړه هم پراخ نظرونه تبادله کړل. د چین سفیر افغانستان یو مهم او تاریخي هېواد بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه ټینګار کړی چې بیجینګ غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

عبدالشکور حقاني هم په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې طالبان به د سیمې د ثبات او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوله ییزو شخړو وروسته، د اختلافونو د هواري او د ترهګرو ډلو د حضور د ارزونې لپاره خبرې لومړی په دوحه او بیا په استانبول کې سوې دي. په دغو غونډو کې دواړو خواوو د خبرو له لارې د شخړو د حل ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه