د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا غونډه نن چهارشنبه، د ثور ۳۱مه، په بیجینګ کې وشوه او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بیجینګ به د افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې چین به د یو باوري ګاونډي په توګه د افغانستان د اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره له هر ډول مرستې ډډه ونه کړي.