د چین د بهرنیو چارو وزیر: بیجینګ د خپل امنیت په دفاع کې د تهران ملاتړ کوي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10042
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10042
کې خپور شو 4:50 ب.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټیلیفوني خبرو کې اعلان وکړ چې بیجینګ د تهران د ملي حاکمیت، امنیت او ملي عزت نه ملاتړ کوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه چی د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ايران د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست علي باقري کني سره په ټليفوني تماس کې د فلسطين د اسلامي جمهوريت د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه وژنه په سختو ټکو وغندله او دغه خبره وکړه چی دا برید د ایران له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي. ایران او فلسطین صهیونیسټ رژیم د اسماعیل هنیه د شهادت د ترهه ګرې حملې عامل بولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
tazahorat-
په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد
یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ (د لړم ۷مه) د تورخم بندر ته نږدې د لنډي کوتل په بازار کې لاریون وکړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دا مهم سوداګریز بندر ژر تر ژره پرانیزي.
mobareza-ba-polio
په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره سیمه‌ ییزه همکاري
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سعودي عربستان سفر پر مهال د دغه هېواد او د پاکستان د روغتیا له وزیرانو سره د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او د پراخو روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
تیم-ملی-کیک_بوکسینگ-افغانستان-
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ د ملي لوبډلې ګډون د آلمان په نړیوالو سیالیو کې
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي لوبډله د ۵ ورزشکارانو او دوو روزونکو په ترکیب سره په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
کانادا
د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ په اړه د کاناډا ټینګار
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کاناډا استازولۍ د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، له قاطع ملاتړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد به له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او روان انساني بحران ته د نړیوال پام رااړولو لپاره هڅې جاري وساتي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.