د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وروستی راپور نیمګړی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا مداخله په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل شوې ده. هغه زیاته کړه: د خواشینۍ ځای دی، هغه مسایل چې امریکا یې په حقیقت کې مطالعه او درک کولو ته اړتیا درلوده، د دغه هیواد په وروستي راپور کې نه دي منعکس شوي، د بیلګې په توګه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه، د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، او له ترهګرۍ سره په انتخابي ډول مبارزه چې د ترهګرۍ د زیاتوالي لامل شوه، د بې ګناه افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شو او نړۍ او سیمه یې په ګډوډۍ کې ډوب کړه.

بیشتر بخوانید:  فرانک مکینزي: د افغانستان سقوط د دوحې د تړون په واسطه پیښه وشوه؛ د ټرمپ او بایډن ادارې دواړه د سقوط لپاره ملامت دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x