د چین او طالبانو چارواکي د کابل او بیجینګ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو ټینګار کوي

د چین او طالبانو چارواکي د کابل او بیجینګ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو ټینګار کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په چین کې د طالبانو سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی چی په بیجینګ کې د طالبانو حکومت سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیائویونګ سره وکتل او د افغانستان او چین ترمنځ یې د سیاسي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. د دغې اعلاميې له مخې دواړو خواوو د چين او افغانستان ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې مثبتې وبللې او د دغو اړيکو د پياوړتيا لپاره يې پر لا زياتو هڅو ټينګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  داعش په کابل کې پر هغه هوټل د برید مسوولیت منلی چې چینايي اتباع په کې اوسېدل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x