د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو د پام وړ ودې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د چابهار له لارې د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله په بېساري ډول لوړه سوې ده. د وزارت د څرګندونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د افغان سوداګرو د ملاتړ لپاره یو لړ نوي اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، ایران د افغانستان د مالونو د ترانزیت لګښتونو کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکړی او هممهاله یې د افغان سوداګرو لپاره د شپږو میاشتو د تمدید وړ ویزې صادروي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رئیس ویلي چې دغه تخفیفونه د ترانزیت لګښتونه د پام وړ ډول راکم کړي او د افغانستان صادرات یې په سیمهییزو بازارونو کې د سیالۍ وړ ګرځولي دي.
آخندزاده عبدالسلام جواد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، ویلي: «په تېر کال کې د افغانستان صادرات د چابهار له بندر څخه د ۱۲۷ میلیونو ډالرو څخه اوښتي دي او دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.» د چارواکو په وینا، د دغو صادراتو ډېره برخه وچې مېوې، زعفران، قیمتي ډبرې او کرنیز محصولات جوړوي.
چابهار بندر چې د ایران په سوېل ختیځ کې موقعیت لري، د افغانستان لپاره یو له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي او هېواد ته دا زمینه برابروي چې پرته له دې چې د پاکستان له خاورې تېر سي، اوبو ته لاسرسی ومومي. اقتصادي شنونکي باور لري چې د چابهار بندر پراخه استفاده کولای سي د افغانستان د تکیې کچه د پاکستان پر ترانزیتي لارو کمه کړي او د سیمهییزې پایدارې سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.



